چهره ها فرهنگ و هنر

د کتاب ورځې په پلمه، زري کړکۍ اکاډمۍ څلور لیکوال او شاعران ونازول.

څلور افغان لیکوالو د زري کړکۍ د اکاډمۍ جايزه واخستې .

د کتاب نړيوالې ورځې په درناوى د زري کړکۍ اکاډمي او د کتاب ښار له خوا په کابل کې يوه غونډه جوړه شوه .

په دې غونډه کې د افغان ولسمشر فرهنګي سلاکار اسد الله غضنفر، د ملي راریو تلوېزیو لوی رئيس محمد زرین انځور، د کتاب ښار مسؤل ډاکټر نجیب منلي او يوشمير ليکوالو ، شاعرانو او فرهنګي شخصيتونو ګډون کړی وه.

ليکوال او شاعر نجيب منلي په هېواد کې دکتاب د ارزښت او بازار په اړوند معلومات ورکړل او د خپروونکو د لارې پرسر يولړ پرتې ستونزې، خنډونه او د کتاب لوستلو کمرنګ والي جوت کړ .

ده وويل چې د زري کړکۍ اکاډمي ليکوالو او کتاب ته د درناوي په خاطر ، سږ کال هم د هېواد دشاعرانو څلورو غوره شويو کتابونو ته دمعيارونو په پام کې نيولو سره ، جايزې ورکوي .

ده زياته کړه چې دنظيف تکل اثر راخځيدلي چوپتيا کتاب، دمهتاب ساحل اثر سوره ګيسو، د عصمت ظهير اثر د مينې معتکف شاعر او د معصومې غرنى اثر له څيړنې وروسته دجايزې مستحق پيژندل شوي دي .

دغه راز په دې غونډه کې ليکوال اوشاعرعبدالغفور ليوال دکتاب داهميت او ارزښت په اړوند معلومات ورکړل او ويې ويل چې په کتاب پورې تړلتيا انسان او ټولنه د بې پايه پرمختګ او برياليتوب په لور رهبري کوي .

دغه راز ددغې غوڼډې په بهير کې مجيب مهرداد ، طاهر ځلاند او محب الله زغم دهغو ليکوالو او کتابونو په اړوند چې د زري کړکۍ اکاډمۍ د جايزې مستحق پيژندل شوي دي ، توضيحات ورکړل .

 

دوى څرګنده کړه دغه اکاډمي له اوو کلونو راپديخوا مستحقو شاعرانو او ليکوالو ته ، ددوى داثارو له څيړنې وروسته ، جايزې ورکوي چې دڅيړنې په وخت کې زياتره د ژبې او ادبياتو د لارښود معيارونه ، هنر او ښکلا، دافغانستان لپاره نوي فکر او فرهنګي ارزښتونه او ملي يو والي دليکوالو په اثارو کې په پام کې نيول کيږي .

په دې غونډه کې ددې ترڅنګ چې دمسوولانو له خوا د څيړل شويو اثارو ليکوالو ته جايزې ورکړى شوې دتاجکستان د مشهورې شاعرې فرزانې خجندي يوشعري اثر هم دتنديس مستحق وپيژندل شو او د زري کړکۍ اکاډمي له خوا تنديس يې دتاجکستان دسفارت استازي ته وسپار ل شو .