خبرهای داخلی

دولت وزيري : په وروستيو ورځوکې په سلګونو تنه تروريستان وژل شوي دي

د ملي دفاع وزارت وياند وايي چې، اوس د جوزجان ، بدخشان ، تخار ، سرپل ، فارياب ، غزني او د بغلان په ولايتونو کې د وسله والو مخالفانو د ځپلو لپاره تمرکز زيات شوى دى.
د ملي دفاع وزارت وياند جنرال دولت وزيري نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنيو په مرکز کې په يوه خبري کنفرانس کې وويل چې، اوس د هېواد په اتو ولايتونو کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو له خوا يرغليز عمليات دوام لري .
ده زياته کړه چې دکوماندو ځواکونو هم په تيرو ٢٤ ساعتو کې په يوشمېر ولايتونو کې يرغليز عمليات ترسره کړل .
ده دغه راز د ننګرهار، پکتيا ، روزګان ، زابل ، فارياب ، تخار، نيمروز او د هلمند په ولايتونو کې عمليات بريالي وبلل.
ده زياته کړه، د شهيدانو د وينې د غچ د اخېستو په باب د جمهور رئيس د ټينګار له په پام کې نيولو سره په وروستيو څو ورځو کې د هېواد په بيلابيلوولايتونو او په تېره بيا د جوزجان ، بدخشان ، تخار، سرپل ، فارياب ،غزني او د بغلان په ولايتونو کې هوايي او چاڼيز عمليات ترسره شوي دي چې له امله يې د دولت په سلګونو تنه وسله وال مخالفان وژل شوي دي او په سلګونو تنه نور ټپيان شوي دي.

نظر بدهید