خبرهای داخلی

طالبانو په نېش ولسوالۍ ډله يېز بريد کړى

 

طالب وسله والو د قندهار ولايت په نېش ولسوالۍ له څلورو خواوو ډله يېز بريد کړى دى.
چارواکي وايي چې، په دغه بريد کې درې څلوېښت تنه وسله وال طالبان وژل شوي او شل تنه نور ټپيان شوي دي.
د قندهارولايت امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق وويل چې، د وسله والو طالبانو له ډله يېز بريد سره سم سيمې ته افغان هوايي ځواکونه رسيدلي دي.
قوماندان جنرال عبدالرازق وايي چې، د افغان هوايي ځواکونو په دغو بريدونو کې درې څلوېښت تنه وسله وال طالبان وژل شوي او شل تنه نور ټپيان شوي دي.
دى زياتوي چې،په دغو نښتو او بريدونو کې ملکي وګړو او افغان ځواکونو ته کوم زيان نه دى اوښتى.

نظر بدهید