خبرهای داخلی

د افغانستان او ازبکستان د ګډ امنیتي کمیسیون لومړنۍ غونډه وکړه

د افغانستان ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر چې د یوه لوړ پوړې امنیتي پلاوي په مشرۍ یې ګاونډي هېواد ازبکستان ته تللی او په دغه هېواد کې یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډ امنیتي کمیسیون لومړنۍ غونډه کې ګډون وکړ.
دا ګډ امنیتي غونډه د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر او د ازبکستان د ملي امنیت سلاکار ښاغلي ویکتور محمدوف په مشرۍ تر سره شوه. په دې غونډه کې د کمیسیون د چارو د تنظیم او هوکړو د عملي کیدو په موخه د تطبیقي پلان په رامنځته کیدو دواړه لورو موافقه وکړه.
په دې غونډه کې دواړو لورو د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د دوه اړخیزو همکاريو د پراختیا ترڅنګ د څو اړخيزو اړیکو، سولې او اوږد مهاله پرمختیايي پروژو تطبیق د سیمې د امنیت او ثبات لپاره مهم وباله. د ګډ امنیتي کمیسیون په لومړنۍ غونډه کې، دواړو لورو د کمیسیون د فعالیتونو پر ښه والې او اهمیت خبرې وکړې او د افغانستان د جلالتماب جمهوررييس د وروستي سفر په ترڅ کې د لاسلیک شویو هوکړو لیکونو پر عملي او کامل تطبیق یې ټنیګار وکړ.
د غونډې په ترڅ کې په سیمه کې له نړیوال تروریزم سره مبارزه او د نشه یي توکو د تولید او قاچاق د مخنیوي په برخه کې پر مهمو موضوعاتو بحثونه او پرمختګونه وشول. دوی په سیمه کې د امنیت او ثبات په موخه د سیمې د هېوادونو ترمنځ د همکاریو او همغږیو پر بنسټیزه کیدو ټینګار وکړ او د افغانستان امنیت او ثبات یې د سیمې له پاره د پام وړ وباله.
د افغانستان او ازبکستان ترمنځ ګډ امنیتي کمیسیون د افغانستان د جلالتماب جمهوررييس د وروستي سفر په لړ کې د دوه اړخیزو امنیتي همکاریو او په سیمه کې د امنیت او ثبات د ټینګښت په موخه رامنځته شو.

نظر بدهید