خبرهای داخلی

په هلمند کې ګڼ وسله وال وژل شوي .

اووه تنه وسله وال طالبان په هلمند ولايت کې له افغان پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول .
دغه جګړه تيره شپه دلښکرګاه ښار ته څيرمه هغه وخت ونښته چې يوې ډلې وسله والو طالبانو په يوې امنيتي پوستې يرغل وکړ .
دهېواد په جنوب کې دملي اردو يوه جګپوړي قوماندان وويل چې په دې نښته کې اووه تنه ووژل شول .
ويل کيږي چې په دې نښته کې پوځيانو او دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيان په هلمند ولايت کې دوسله والو طالبانو دجنګي وسايلو ددريو ډيپوګانو په کشفولو بريالي شوي دي .
دغه ډيپوګانې دلښکرګاه ښار او دسنګين ولسوالۍ ته څيرمه دطالبانو له پټنځي څخه کشفې شوې دي .
دهلمند يو امنيتي مقام وايي چې له دغو ډيپوګانو څخه څوسپک او درانده جنګي وسايل ترلاسه شوي دي .
ديوبل خبرله مخې، په هلمند کې پوځيانو ديولړ چاودنو دترسره کولو لپاره دطالبانو طرحه ناکام کړه .
امنيتي مامورانو نن سهار دلښکرګاه ښار دګرشک او سنګين ولسواليو په مربوطاتو کې شپږ ماينونه کشف او شنډ کړل .
درارسيدلو خبرونو له مخې، دغه ماينونه دطالبانو له خوا په ګڼ ميشتو لارو کې ښخ کړى شوي وو .

نظر بدهید