اقتصادی

د نفتي توکو او اوبلن ګازو رياست په نمايندګيو کې يو کيلوګاز په پنځوس افغانۍ دى

د ژوندانه د چاپيريال د ساتنې د ملي ادارې لوى رئيس پرون د نفتي توکو او اوبلن ګازو له لوى رئيس سره په کتنه کې د يوشمېراصنافو د ستونزو او په تېره بيا د اوبلن ګازو د بيې دکمښت په باب خبرې اترې وکړې.
د باخترآژانس د خبرله مخې ؛ په دې کتنه کې د ژوندانه د چاپيريال ساتنې ادارې لوى رئيس شاه زمان ميوندي په بازارونو کې د اوبلن ګازو د بيې د لوړوالي په اړوند د يو شمېر نانوايانو ، د سقابو ، قناديو ، د ډوډۍ پخولو د داشونو او رستورانتونو د خاوندانو شکايتونه بيان کړل او د دغې ستونزې د حل کولو غوښتنه يې وکړه .
دغه راز د تيلو او اوبلن ګازو لوى رئيس څرګنده کړه چې له لرګيو ، د ډبرو سکرو او د نورو لوګي جوړونکو توکو په اوبلن ګازو د دغو اصنافو د سون د توکو د سيستم بدلون چې په کابل ښارکې د هوا د ککړتيا د کمښت په خاطر د ژوندانه د چاپيريال ساتنې د ملي ادارې له خوا ترسره شوي دي زيات ارزښت لري.
ده د دغې ستونزې د لرې کولو په خاطر د ژوندانه د چاپيريال ساتنې د ملي ادارې لوى رئيس سره ژمنه وکړه او ويې ويل چې د ١٣٩٦ کال د سلواغې د مياشتې له ١٨ نيټې څخه دغه اصناف کولاى شي د خپل اړتيا وړ اوبلن ګاز په عمده اوپرچون ډول يوه کيلو په پنځوسو افغانيو د تيلو او د اوبلن ګازو د لوى رياست له نمايندګيو څخه ترلاسه کړي.

نظر بدهید