خبرهای داخلی

جمهور رئیس غني: په امنیتي او دفاعي بنسټونو کې اصلاحات جریان لري او اوس د نوي نسل لپاره فرصت دی

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني پرون د هېواد د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو منسوبینو ته د عالي دولتي مډالونو په ورکولو سره د هغوی د سرښندنې او کوښښونه وستایل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په پیل کې د جمهور رئیس فرهنګي سلاکاراستاد اسدالله غضنفر د مډالونو د ورکړې فرمانونه ولوستل. په فرمانونو کې ويل شوي دي د وطن د دفاع، د امنیت د تامین له تروریزم سره د مبارزې او د افغانستان د ملي حاکمیت د ټینګښت په موخه په اخلاص او صداقت د ورسپارل شویو دندو د ترسره کولو په خاطرعالي دولتي مډالونه ورکړل شول.
ورپسې د هېواد جمهور رئیس د ځانګړو عملیاتو ځواکونو (جیساک) پنځو منسوبینو او د نصرت ملي مرکز دوو منسوبینو، د هوایي ځواک قول اردو دوه تنو منسوبینو، د پولیسو ځانګړې قطعې عمومي قوماندانۍ دوو تنو منسوبینو او د ملي دفاع وزارت شپږو تنو منسوبینو ته عالي دولتي مډالونه ورکړل.
جمهور رئیس غني دغو ځواکونو ته په خطاب کې وویل: تاسو ما او د افغانستان خلکو ته ځانګړي یاست او پر تاسو ویاړم. نن زما لپاره ځانګړې ورځ ده، ځکه ستاسو هر یوه په څېره کې تدبیر، زړورتیا، بریالیتوب او د افغانستان پايښت او وقار لیدل کېږي.
هغه زیاته کړه، تاسو د افغانستان د تداوم او پايښت نمونه یاست، د هېواد دښمنان دې په دې پوه شي چې تاسو هر یو د تروریستانو د ځپلو په موخه په زړورتیا اقدام کوئ او تاسو د افغانستان د ملي ارادې ښکارندوی یاست.
جمهور رئیس غني څرګنده کړه، تېر کال هره شیبه ما کوښښ وکړ چې تاسو زیات پیاوړي او چمتو شئ او زما زړه تل ستاسو د بریالیتوب لپاره تپېده. هغه زیاته کړه: په دې درېو کلونو کې زموږ هوایي ځواکونه د بلوغ پړاو ته رسېدلي او اوس په پوره دقت، منسجم او هدفمند نظامي عملیات ترسره کوي او د افغانستان دښمنان له دې ځواکونو سره د مقابلې ځواکمني نه لري.
جمهور رئیس محمد اشرف غني وویل: زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو له برکته نړیوالې ټولنې د افغانستان برحقه داعیه منلې او د افغانستان دښمنان دې په دې پوه شي چې بریالیتوب زموږ دی.
جمهور رئیس زیاته کړه، د وسله وال پوځ د ستونزو لرې کول او امنیتي او دفاعي ځواکونو او د هغوی کورنیو ته رسیدګي زما له کاري لومړیتوبونو څخه ده . هغه وویل، په ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او د ملي امنیت په عمومي ریاست کې اصلاحات جریان لري او اوس د نوي نسل د بدلون لپاره فرصت دی.
د هېواد جمهور رئیس وویل، په امنیتي او دفاعي بنسټونو کې د اصلاحي سیستم تطبیق شفاف او د کفایت او لازمو معیارونو پر بنسټ ترسره کېږي. هغه د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو تر منځ د همغږۍ، ژمنتوب، زړورتیا، مېړانې او سرښندنو مننه او قدرداني وکړه.

نظر بدهید