ورزش

افغان لوبډلې له زيمبابوي دوهم لوبه هم وګټله.

د کرکټ ملي ټيم له سیالې لوبډلې خپله دوهمه شل آوريزه لوبه د ۱۷ منډو په توپیر وګټله.
افغان کرکټ ملي ټيم تيره شپه لومړی منډې جوړې کړې او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۱۵۸ منډې وکړې سیالې ډلې ته یې د ۱۵۹ منډو هدف وټاکه.
په افغان لوبډله کې محمد نبي په ۲۶ توپونو ۴۵ منډې جوړې کړې.
محمد نبي په تېره لوبه کې هم ښه ځلېدلی وه.
په یاده لوبه کې شهزاد محمدي ۱۷،اصغر ستانکزي ۲۷ کریم صادق ۲۸ او مجیب ځدراڼ ۲۴ منډې وکړې.
په ټوپ اچونه کې راشد خان اومجیب ځدراڼ دوه دوه او محمد نبي یو لوبغاړی له مخې لرې کړ.
افغان لوبډله له دې وړاندې لومړي لوبه هم له زمبابوې څخه کټلې وه.
د افغانستان او زمبابوې تر منځ د دوو شل اوریزو لوبو لړۍ افغان لوبډلې وګټله.
یاده دې وي چې د افغانستان او زمبابوې ترمنځ به د درې یوه ورځنۍ لوبې د راروانې جمعې په ورځ شروع کېږي.

نظر بدهید