تکنالوژی

فیسبوک څلوارلس کلن شوو

له نن څخه ۱۴ کاله وړاندې په همدې ورځ مارک زاکر برګ په عمومي ډول فیسبوک وړاندې کړ.
“The Facebook” ویب پاڼه چې وروسته یې “Facebook” ونوموله په لومړیو کې یې یوازې د هارورډ پوهنتون زده کوونکو پورې محدود وه، خو اوس د نړۍ یوه پېژندل شوې ټولنیزه پاڼه یا شبکه ده.
مارک زاکربرګ په هارورډ پوهنتون کې د خپلې کوټې د ملګرو په مرسته فیسبوک جوړ او وړاندې کړ.
اوس له ۱۴ کاله تېرېدو وروسته دا ټولنیزه شبکه هره میاشت شاوخوا دوه میلیارده فعال کارکوونکي لري.
چې څه باندې څلور میلیونه یې یوازې په افغانستان کې دي.
د دې کمپنۍ خالص عاید په ۲۰۱۷ کال کې ۱۶ میلیارده ډالره وه چې د دې کمپنۍ ټوله شتمني ۵۶۷ ملیارده ډالرو ته ورسېږي.

نظر بدهید