صحت

په روانه اونۍ کې شپږ میلونه ماشومانو ته واکسين کيږي .

دعامې روغتيا وزارت دنړۍ دروغتيايي سازمان او ديونيسف ادارې په همکارى دماشومانو دفلج ناروغۍ پرضد دواکسين فرعي کمپاين پيلوي .
په دې کمپاين کې دهېواد په يو ويشتو ولايتونو پورې اړوندو پوليو دخپريدو په لوړ خطر لرونکو ولسواليو کې له پنځه کلنۍ څخه ښکته کابو شپږ اعشاريه يو مليون تنه ماشومان واکسين کيږي .

دغه کمپاين دهېواد دجنوب او جنوب ختيځ په ټولو ولايتونو ، دختيځ په زياترو ولسواليو او هم دهېواد په هغو ټولو ولسواليو کې چې دپوليو دخپريدو دلوړ خطر لرونکو په توګه پيژندلې شوې دي تطبقيږي .

دغه راز دغه کمپاين دبغلان ولايت په دوو ولسواليو ( نوى بغلان او خوست فرنګ کې ( چې دپوليو واکسين دکمپاين په پخواني پړاو کې دلاسرسۍ څخه پاتې شوې وې تطبيقيږي .

په دغو دوو ولسواليو کې به له پنځه کلنۍ څخه ښکته کابو اووه اتيا زره تنه ماشومان واکسين شي .
دعامې روغتيا وزير ډاکتر فيروز الدين فيروز وويل سږ کال موږ په ځانګړي توګه دهېواد دجنوب او ختيځ په سيمو کې دماشومانو دفلج دويروس سخته ليږدونه او خپريدل لرل چې دکمپاين په هر پړاو کې له پنځه کلنۍ څخه ښکته دهرماشوم دواکسين کولو اړتيا او اهميت جوتوي .

موږ ټول بايد دماشومانو په واکسين کولو کې خپله ونډه واخلو.

ددغه کمپاين په بهير کې به دپوليو واکسين څه دپاسه پنځوس زره تنه روزل شوي کارکوونکي دکور په کور په ډول دهغوى داستوګنې سيمو ته لاړ شي چې ماشومان واکسين کړي ددغې اوونۍ دجمعې په ورځ به واکسيناتوران بيا هغو کورونو ته مراجعه وکړي چې ماشومان يې په تيرو ورځو کې له واکسين څخه پاتې شوي دي او دهغوى په واکسين کولو سره به ځان باوري کړي چې ټول ماشومان ددغې ناروغۍ په وړاندې وقايع او محافظت شوي دي .

دپوليو واکسين مصوون دى او هيڅ راز منفي جانبي عوارض نه لري.
نوې زيږيدلي او ناروغ ماشومان واکسين کولو ته زياته اړتيا لري ځکه دهغوى د بدن مقاومت اومعافيت کمزوري دي اوزيات دفلج په ناروغۍ داخته کيدو له حطر سره مخامخ دي . دپوليو واکسين داسلامي نړۍ دسترو عالمانو له خوا په ملي او نړيواله کچه دتاييد وړ ګرځيدلى دى او ددغې ناروغۍ په وړاندې دماشومانو دمحافظت او وقايع لپاره دهغه ورکول ، حتمي او ضروري شوي دي .

تراوسه پورې په ٠١٨ ٢ميلادي کال کې دپوليو يوه مثبت پيښه ثبت شوې ده چې دننګرهار ولايت په کامې ولسوالۍ کې ديوه اتلس مياشتني ماشوم ددايمي فلج سبب شوې ده دغه ناروغي درملنه نه لري او دواکسين دنه تطبيق په صورت کې دماشوم ددايمي فلج او آن دمړينې سبب کيداي شي خو له نيکه مرغه دواکسين په واسطه دمخنيوي وړ ده .

په ٢٠١٨ ميلادي کال کې دماشومانو دفلج ناروغى د جرړو دايستلو په موخه ټولټال لس فرعي اوسراسري کمپاينونه په پام کې نيول شوي دي او دا دروان ميلادي کال دفرعي کمپاين لومړى پړاو بلل کيږي .

نظر بدهید