خبرهای خارجی

دملګروملتودامنيت شورا هيئت کابل ته واستول شو .

 

دملګروملتو دسازمان امنيت شورا دافغانستان دحالت او په دغه هېواد کې دسولې دبهير دڅيړنې په مقصد يو هيئت کابل ته واستاوه .
په ملګروملتو دسازمان په امنيت شورا کې دقزاقستان استازى کايرات عمروف چې ددغې شورا اوسنى مشرتوب په غاړه لري پخوا اعلام کړى و چې دامنيت شورا غړي افغانستان ته دهيئت داستولو په څيړنې بوخت دي چې ددغه هېواد په رښتينو شرايطو او داړتياو په لرليد پوه شي.
دغه سفر به دشخړې په حال کې ددغه هېواددحالت ددقيقې څيړنې او ديوې نوې ستراتيژى دانکشاف په موخه ترسره شي .
دملګروملتو دسازمان امنيت شورا په وار وار په خپلو غونډو کې په افغانستان کې دسولې دتامينولو لپاره دسيمه ئيز همکاريو غوښتنه کړې ده خو له بده مرغه په دغه هېواد کې ناامني او بې ثباتي او دملکي وګړو وژنې دهرې ورځې په تيريدو سره زياتيږي او دافغانستان دسولې بهير په وار وار دګاونډيو هېوادونو او دسيمې د ځينو هېوادونو له خوا له ډب سره مخامخ شوى دى او دغه عوامل ددې سبب شوي دي چې له يوې خوا امريکا هوډمنه وه چې په افغانستان کې خپله نوې ستراتيژي بريالى کړي او له بله پلوه دملګروملتو دسازمان دامنيت شورا غړو دافغانستان دحالت او په تيره بيا ددغه هېواد دسولې دبهير دڅيړنې لپاره کابل ته سفر وکړ .
ويل کيږي چې افغانستان ته دسفر لپاره دملګروملتو دسازمان دامنيت شورا دغړو دغه تصميم دهغو چلنجونو زيږنده دي چې څه موده مخکې دامريکا دمتحده ايالاتو دملي امنيت دسلاکار او هم دافغانستان لپاره دملګروملتو دسازمان دځانګړې استازي تاداميچي ياماموتو له خوا په ډاګه شوي و .
دوى دافغانستان دانتخاباتو په خپلواک کميسيون کې دظرفيت او استقلاليت دنشتوالي او دملکي وګړو دسردزيان په باب دملګرو ملتو دسازمان امنيت شورا ته معلومات او رپوټ ورکړي و .
دامريکا دمتحده ايالاتو دملي امنيت سلاکار مک ماستر دملګروملتو دسازمان دامنيت شورا له پنځلسو غړو سره په کتنه کې تيره مياشت کابل ته دامريکا دجمهور رييس دونالد ترامپ دمرستيال مايک پنس دسفر په ګډون افغانستان ته د واشنګتن دجګپوړومقاماتو دترسره شويو سفرونو په باب معلومات ورکړي و .
له بلې خوا هم دافغانستان لپاره دملګروملتو دسازمان دسرمنشي ځانګړي استازي ددغه سازمان دامنيت شورا په غونډه کې ويلي و چې په افغانستان کې دپارلماني او دجمهوري رياست د انتخاباتو په ترسره کولو کې پرمختګونه ناکافي دي خو سره له دې هم دملګروملتو دسازمان امنيت شورا په کابل کې د يوناما دهيئت له دفتر څخه وغوښتل چې دانتخاباتو په ترسره کولو او دافغانستان دانتخاباتو له بهير سره دنړيوالې ټولنې دهمکارى په پياوړتيا کې دافغان مقاماتو ملاتړ وکړي .
دسياسي کارپوهانو په باور افغانستان ته دملګروملتود سازمان دامنيت شورا دهيئت سفر زيات اهميت لري دهيئت رپوټ چې نيويارک ته په ستنيدو کې به برابر شي له نړيوالې ټولنې سره دافغانستان دراتلونکي برخليک په ټاکنه کې اساسي رول لري .
دملګروملتو دسازمان دامنيت شورا نوبتي رييس څرګنده کړه دملګروملتو دسازمان امنيت شورا په تيرو اوو کلونوکې افغانستان ته کوم هيئت نه دې استولې او دغه سفر به ددغه هېواد داړتيااو چلنجونو دڅيړنې لپاره ښه فرصت وي .
عمروف دافغانستان دسولې بهير ته په اشارې سره ټينګار وکړ چې دغه بهير بايد دافغانانو په رهبرى او مالکيت وي او نړيواله ټولنه هم دغې موخې ته درسيدو لپاره کولاى شي د افغانستان له خلکو او دولت سره مرسته وکړي .

نظر بدهید