ورزش

افغان ۱۹ کلنې لوبډلې لومړۍ لوبه وګټله

 

د افغانستان د کرېکټ ۱۹ کلنو لوبډلې لومړۍ لوبه له پاکستان څخه وګټله.
افغانستان په خپله لومړۍ لوبه کې نن د پاکستان په وړاندې د لوبې ډګر ته وتلی وه، د لوبې پچه سیالې ډلې وګټله او په ټاکلو ۵۰ اورونو کې یې ۱۸۹ منډې جوړې کړې.
په افغان بالرانو کې عظمت الله او قیس احمد د سیالې ډلې درې درې لوبغاړي و سوځول.
په منډې جوړولو کې دروېش رسولي ۷۶ منډې جوړې کړې او تر پایه نا سوځېدلی پاتې شو.
د ۱۹ کلنو نړیوال جام سیالۍ نن د جنورۍ په ۱۳ په نیوزیلینډ کې پیل شوې
افغان کرکټ بورډ د یادې لوبډلې دا لاسته راوړنه یو تاریخي بری بللی دی.
د افغانستان کرکټ بورډ چارواکي وایي چې دوی هیله مند دي چې ۱۹ کلنو لوبډله په خپل ګروپ کې دوه نورې لوبې هم وګټي چې دوهم پراړ ته لاره پیدا کړي.
به دغو سیالیو کې د افغانستان په ګډون ۱۶ لوبډلې برخه اخلي.
افغانستان به په خپل ګروپ کې د راروانې سې شنبې په ورځ دوهمه لوبه له سریلانکا سره کوي او وروستۍ هغه یې له ایرلنډ سره ده.

نظر بدهید