خبرهای داخلی

سرور دانش : د برقي تذکرې ويش ملي پروګرام خو دقومي افراطي ډلو له خوا يرغمل شوى .

د ولسمشر دوهم مرستيال استاد سروردانش چې دهېواد داساسي قانون دتصويب د څوارلسمې کاليزې دنمانځنې په غونډه کې خبرې کولې وويل : د هېواد دمليونونو تنو اتباعو له انتظار سره سره دبرقي تذکرې دويش ملي پروګرام دقومي افراطي ډلو له خوا يرغمل شوى دى .
سرور دانش وويل: په هر هېوادکې دنظام جوړول له اساسي قانون څخه پيليږي او په حقيقت کې ديوه دولت او آن دملي هويت دعمومي چوکاټ او جوړښت تنظيم اساسي قانون په غاړه لري .
ده داساسي حقوقو او په ځانګړي توګه داساسي قانون په باب دافغانستان تجربې ته په اشارې سره وويل له ١٣٠١ کال څخه تراوسه پورې لس اساسي قوانين لرو چې په دغو ټولو کې د ١٣٨٢ کال اساسي قانون يوه استثنا او دهېواد په تاريخ کې ډير ښه اساسي قانون دى .
ښاغلي دانش دافغانستان سياسي نظام چې دديني او ملي ارزښتونو او دمعاصرې نړۍ دنويو ارزښتونو پربنسټ يو دموکراتيک نظام دى له سياسي قومي فرهنګي اومذهبي پلوه يو پراخ بنسټه نظام او د هېوادوالو داساسي حقوقو او دعمومي ازاديو تضمينوونکى او داساسي قانون محصول وباله او ويې ويل چې اساسي قانون دسياسي ټيکاو او دملي وحدت ساتندوى دى .
نوموړي هغو ادعاګانو ته په اشارې سره چې په وروستيو کلونوکې داساسي قانون دتحريف په برخه کې طرحه کيږي وويل چې دى په خپله له نږدې د قانون دتسويد ، تدقيق ، تصحيح او تصويب شاهد دى او له حقيقت څخه لرې دغه ادعاګانې دبې خبري زيږنده او په سياسي انګيزو ککړې دي.
سرور دانش له اساسي قانون څخه دسرغړونې او دقانون او دسياسي موافقه ليک دنه تطبيق په باب ديوې بلې ادعاپه باره کې وويل چې بايد دغه ټولې موضوګانې تفکيکې کړو دقانون تر پښو لاندې کول ددې مانا لري چې بنسټونه يا افراد دخپلو ګټو په خاطر داساسي قانون په حکمونو سترګې پټې کړي.
ده زياته کړه که څه هم له اساسي قانون څخه دسرغړونې په باب کله ناکله له مبالغې ډکې څرګندونې کيږي خو داسې موارد هم شته چې په هغو کې داساسي قانون له حکمونو څخه سرغړونې شوې دي .
ښاغلي دانش داساسي قانون دحکمونو دنه تطبيق په باب وويل: نه تطبيق دکمزورتيا، مجبوريتونو او محدوديتونو زيږنده دي چې په افغانستان کې شتون لري لکه دښارواليو دانتخاباتو نه ترسره کيدل او دولسواليو دشوراګانو نه فعاليدل چې دحکومت دمجبوريتونو زيږنده دي .
دجمهور رييس مرستيال په وروستيو کلونوکې دمطرحو خبرو په توګه دملي وحدت دحکومت سياسي موافقه ليک ته په اشارې سره وويل حقيقت دادى چې له نه اساسي قانون څخه سرغړونه ، نه دهغه نه تطبيق او نه هم سياسي موافقه ليک داساسي قانون اعتبار او لوړ مقام کم کړي.
نوموړي په خپلو خبرو کې وویل که چيرې په ځينو موارد کې له اساسي قانون څخه سرغړونه شوې ده اويا پاملرنه ورته نه ده شوې بايد هغه ومنو او په خپلو تيروتنو او اشتباهاتو اعتراف وکړو خو داهم بايد ومنو چې په دغو څوارلسو کلونوکې داساسي قانون په سلګونو موارده ارزښتونه، قواعد او حکمونه دنوي سياسي نظام له جوړيدو څخه نيولي داداري ، حقوقي او داقتصادي نظامونو تر جوړيدو ددولتي بنسټونو تر تخصيص، دهېوادوالو داساسي حقوقو ته تضمين، دبيلابيلو انتخاباتو ترسره کيدو او نړيوالو اړيکو تر تنظيم او تر نورو مواردو پورې تطبيق شوى دى .
ده دټيکاو دوام او ساتنې اودغه راز دټولنې دنويواړتياوو دڅيړنې ضرورت ته په اشارې سره ، داساسي قانون تعديل اوبيا کتنه دمنځنۍ لارې په توګه وبلله او ويې ويل چې دافغانستان داساسي قانون تعديل هم خپل ځانګړى منطق او ميکانيزم لري .

نظر بدهید