خبرهای داخلی

په ننګرهار کې داعش وسله وال وژل شوي

د داعش د ډلې ٢٣ تنه غړي په ننګرهار ولايت کې دځانګړو ځواکونو په نويو بريدونو کې ووژل شول.
په دغو ډار اچوونکو تېره شپه د ننګرهار ولايت په ځينو سيمو کې هوايي او ځمکني بريدونه وشول.
په ننګرهار ولايت کې دسيلاب قول اردو يوه قوماندان وویل چې په نويو بريدونو کې ٢٣ تنه داعشيان ووژل شول .
ده وويل ؛ په دغو داعشيانو د هسکې مينې ، اچين ، کوټ او دروداتو د ولسواليو په ځينو سيمو کې بريدونه شوي دي.
په دغو هوايي او ځمکنيو بريدونو کې د داعشيانو څو مرکزونه او پټنځايونه له جنګي وسايلو سره يوځاى له منځه وړل شوي دي.
پوځي مقامات وايي چې، ډار اچوونکي د پاکستان داستخباراتو د سازمان په مستقيم ملاتړ له ډيورندکرښې څخه تېريږي او افغانستان ته راځي چې دلته بيا ډار اچوونکو بريدونو لاس پورې کوي.
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې، امنيتي ځواکونو نن سهار د ننګرهار ولايت له ګڼ ميشتو لارو څخه ٤ ماينونه کشف اوشنډکړي دي.
د يو بل خبرله مخې ؛ په ننګرهار ولايت کې پوځيانو د وسلو اومهماتو د دوو ډيپوګانو په کشفولوبريالي شول.
دغه ډيپوګان د بټي کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ډاراچوونکو په پټنځايونو کې جوړ شوي وو، چې د امنيتي ځواکونو له خوا کشف شول.
له دغو ډيپوګانو څخه يوشمېرسپکې اودرندې وسلې د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.

نظر بدهید