خبرهای داخلی

په فراه کې شل وسله وال وژل شوي

شل تنه وسله وال مخالفان پرون په فراه ولايت کې ووژل شول .
په فراه ولايت کې د دويمې پلې لوا وياند نورالحق خالقي وويل چې، دغه مخالفان د فراه ولايت دخاک سفيد ولسوالۍ په خشک آباد کلي کې د هېواد دپوځيانو په هوايي بريدونو کې ووژل شول.
ده زياته کړه چې،مخالفان په خاک سفيد ولسوالۍ کې د وسله والو د يوه سيمه ييز قوماندان په کور کې د ډار اچوونکو بريدونو په پلان جوړولو بوخت و چې، هوايي بريدونه پرې وشول.
د ه وويل په دغو بريدونو کې اته تنه وسله وال مخالفان ټپيان شول او د دښمن شل ميله وسلې ، يوه اندازه مهمات او څو موټرونه او موټر سايکلونه هم له منځه شوي دي .

نظر بدهید