خبرهای ورزشی

د افغانستان دکرکټ ټيم دبنګله دېش ټيم ته ماتې ورکړه .

د افغانستان د نولس کلنو دکرکټ ملي ټيم د بنګله دېشي د ۱۹ کلنو ټیم ته ماتې ورکړه .
په لومړۍ نیمه لوبه کې افغان لوبډلې منډې جوړل پیل کړل چې، په اته څلويښتو آورونو کې داتو لوبغاړو په سوځيدو سره دوه سوه شپږ منډې جوړې کړې . چې له دې جملې څخه عظمت الله ٨١، ابراهيم ځدران ٣٢، باهر شاه ٤٤ او مجيب ځدران ١٥ منډې جوړې کړې چې د٥٦ منډو په توپير سره يې دبنګله ديش ټيم ته ماتې ورکړه او دبنګله ديش ټول لوبغاړې په دوه څلويښتم آور کې وسوځيدل .
دبنګله دېش له ټيم څخه سيد حسين ٤٣ او پنګ ګوش ٥٤ منډې ترسره کړې.
نوين الحق د سيالې لوبډلې څلور ، قيس احمد درې ، ظاهر خان او وفادار يو يو لوبغاړې وسوځول .
دغه دوستانه لوبه په نوي زيلاند کې د نولس کلنو ځوانانو دکرکټ دنړيوال جام دسياليو په درشل کې ترسره شو .
ټاکل شوې ده د هېواد د نولس کلنو ځوانانو دکرکټ ملي ټيم د نړيوال جام په لومړى پړاو کې دپاکستان ، سريلانکا او دايرلنډ له ټيمونوسره سيالي وکړي.

نظر بدهید