خبرهای داخلی

دافغانستان په شمال کې دتروريستي ډلو په اړه اندېښنې زیاتې شوي.

داسې خبرونه ترلاسه شوي دي چې ښيي له ځینوبهرنيو هېوادونو څخه تروريستان دداعش د افرادو په نامه دافغانستان په شمالي ولايتونو کې دامنيتي ځواکونو په وړاندې جنګيږي .
په بلخ ولايت کې د ٢٠٩ شاهين قول اردو يوې سرچينې ويلي دي چې دقطر ، ازبکستان ، پاکستان ، چيچين او دتاجکستان په ګډون له پنځو بهرنيو هېوادونوڅخه تروريستان دافغانستان له امنيتي ځواکونوسره په جګړه کې دي او يوشمير داعشيان چې دبهرنيو هېوادونو اتباع دي دجوزجان ولايت ددرز اب او قوش تيپې په ولسواليو کې دافغانستان دخلکو اوحکومت پرخلاف په جګړې بوخت دي او يوشمير يې په هوايي بريدونوکې وژل شوي دي .
په جوزجان ولايت او دهېواددشمال په نورو ولايتونوکې دداعشي تروريستانو شتون خلک انديښمن کړي دي .
دملي دفاع وزارت وياند جنرال دولت وزيري هم دهيواد په شمال کې دبهرنيو تروريستانو فعاليت تاييدوي او وايي چې دسيمې څه ناڅه شل تروريستي او استخباراتي ډلې دافغانستان په خاوره کې تروريستي فعاليتونه لري . دغه تروريستي ډلې له پاکستاني ، ازبکستاني ، چيچيني ، قطري ، تاجکستاني ، فرانسوي او دنورو هېوادونو له اتباعو څخه جوړې شوي دي .
وزيري وويل هر هغه څوک په هرنامه او پته چې له افغان ځواکونو سره وجنګيږي او په افغانستان کې دناامنۍ او بدامنۍ سبب شي زموږ دښمن دى اوزموږ امنيتي ځواکونه به هغوى وځپي .
وزيري زياته کړه: همدااوس دهېواد په ناامنو سيمو کې چاڼيز عمليات دوام لري او په دغو عملياتو کې شپني عمليات او دهېواد داتلو امنيتي ځواکونو هوايي او ځمکني بريدونه شامل دي اوهيچا ته يا هيواد ته به دافغانستان په خاوره کې دلاسوهنې او ناامنۍ اجازه ورنه کړى شي .
په همدې حال کې دکورنيو چارو وزارت دوياند مرستيال نصرت رحيمي هم ددې په منلو سره چې يوشمير ترويستي ډلې دافغانستان په خاوره کې فعاليت لري وايي چې په افغانستان کې دتروريستي ډلو فعاليت هم کورني اوبهرني اړخونه لري .
دسيمې استخبارات په تيره بيا دپاکستان استخبارات په افغانستان کې دتروريستي ډلو دودې اصلي عامل دى .
دى وايي چې دتروريستي ډلودفعاليت او د پاکستان په ګډون دسيمې داستخباراتي سازمانونو دهمغږى په باب زيات سندونه په لاس کې شته خو له دې پلوه مو خپله انديښه نړيوالې ټولنې ته رسولې ده .

نظر بدهید