خبرهای داخلی

طالب وسله والو۷ مسافر تښتولي

دافغانستان په لويديځ کې وسله والوطالبانو اووه تنه مسافران وتښتول.
وسله والو طالبانو د فراه د لويې لارې دبالابلوک ولسوالۍ په لاره کې د يوه مسافر وړونکي بس موټر په درولو سره اووه تنه مسافران له ځان سره بوتلل.
د دغې پيښې يو عيني شاهدان وایي وسله والو طالبانو واټ دترافيکو پرمخ وتاړه او زموږ له موټر څخه يې اووه تنه مسافران له وهلو او ډبولوسره ښکته کړل اوله ځانه سره يې بوتلل.
په همدې حال کې د هېواد په لويديځ کې دپوليسو يوه قوماندان له رسنيوسره په اړيکه کې دفراه په لويه لاره کې د اوو تنومسافرانو تښتول تائيد کړل او ويې ويل چې د طالبانوله منګولو څخه ددوى د ژغورنې لپاره هلې ځلې دوام لري.
دپوليسو دغه مقام وايي تښتول شوي کسان ملکي وګړي دي چې دکار لپاره يې فراه ته تګ راتګ کاوه .
طالبانو تراوسه پورې په دې باب څه نه دي ويلي .

نظر بدهید