خبرهای داخلی

٣٣ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او اتلس تنه نور ټپيان شول

دهېواد په يوشمير  ولايتونوکې  دامنيتي ځواکونو  په پرونيو ګډو پوځي عملياتو کې ٣٣ تنه ډار اچوونکي وژل شوي او اتلس تنه نور ټپيان شوي دي .

 دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر خبرورکړ  دغه عمليات دخلکو دسراو مال دساتنې او ډار اچوونکو دځپلو په موخه  دهېواد په بيلابيلو سيمو کې ترسره شول .

 دهېواد دملي دفاعي او امنيتي ځواکونو دغه ګډ عمليات دتوپچي او هوايي قوتونوپه ملاتړ دکونړ ، غزني ، لوګر ، ميدان وردګو ، قندهار ، روزګان ، زابل ، فارياب او دهلمند دولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شول .

نظر بدهید