اقتصادی

په هرات کې له دولسو پرمختيايي پروژو څخه ګټه اخستنه 

دهرات ولايت دانجيل ولسوالۍ دښاروالۍ مسوولان په دغې ولسوالۍ کې ددولسو پرمختيايي پروژو دبشپړيدو خبره کوي .
دغه ټکى دانجيل ښاروال عبدالسلام سکوت څرګند کړ او ويې ويل په روان کال کې دنهو مليونو دوه سوه پنځوسو زرو افغانيو په لګښت ددغې ولسوالۍ په لسو کليو کې دولس پرمختيايي پروژې بشپړې او ګټې اخستنې ته وړاندې شوې دي .
سکوت په روان کال کې ددغې ادارې ټول راټول کړى شوي عوايد کابو اتلس مليونه افغانۍ وبلل او زياته يې کړه په روان کال کې دانجيل ښاروالۍ کابو اتلس مليونه افغانۍ عوايد ترلاسه کړي دي چې دپيرودونو، دکارکوونکو دمعاشونو او دپرمختيايي پروژو په برخو کې لګيدلي دي .
دى وايي چې بشپړې شوې پروژې زياتره په بنسټيزو پلونو او دکانالونو په برخو او ددغې ولسوالۍ په بيلابيلو ساحوکې په لسوکليو کې عملي شوي دي چې يوشمير پروژو څو کلي تر پوښښ لاندې نيولي دي .
ده په دغې ولسوالۍ کې دکليو په عمومي سړکونو د ديرشو کيلومترو په اوږدوالي دشپږ زره مکعب متره په مساحت کريړ اچول ددغې ادارې نوربريايتوبونه وبلل او له ښاروالۍ سره يې دخلکو دزياتې همکارى غوښتنه وکړه اوزياته يې کړه چې دولس پرمختيايي پروژې سروې او آټکل شوي دي او هم دنوي کال پلانونه جوړ شوي دي چې داجرا وړ دي .

نظر بدهید