خبرهای خارجی

پاکستان دامريکا سفيراحضار کړ

دترکيې خبري آژانس اناتوليه ديوه پاکستاني ديپلومات له خولې خبر ورکړ چې دپاکستان دبهرنيو چارو وزارت په دې وروستيو وختو کې دترامپ دوروستيو څرګندونو پرخلاف داعتراض په توګه په اسلام اباد کې دامريکا سفير احضار کړ .دپاکستان دډان نيوز دخبر له مخې ؛ ددغه هېواد دبهرنيو چارو وزارت يوې سرچينې چې نامه ته يې اشاره نه ده شوې وويل ؛ پاکستان دترامپ دوروستيو څرګندونو پرخلاف داعتراض په توګه چې دغه هېواد يې دتروريستانو خوندي پټڼځاى معرفي کړى و ، په اسلام آباد کې دامريکا سفيراحضارکړى دى.
په پاکستان کې دامريکا دسفارت وياند په دې اړوند وويل چې هيل په سيمه ييز وخت په نهو بجو په يوه غونډه کې د ګډون لپاره دپاکستان دبهرنيو چارو وزارت ته غوښتل شوى و.
ترامپ دروان کال دمرغومي دمياشتې په يوولسمه نيټه په ٢٠١٨ ميلادي کال کې په خپل لومړني تيوتري پيغام کې دپاکستان له حکومت سره دامريکا دمتحده ايالاتو دمرستو دبندولو خبر ورکړ.
دامريکا د جمهوررئيس په دې تيوتري پيغام کې اعلام وکړ چې واشنګټن په احمقانه اقدام کې په تيرو ١٥کلونو کې له پاکستان سره دڅه دپاسه ٣٣ ميلياردو ډالرو مرسته کړې ده.
ده دخپلو خبرو په دوام ادعا وکړه چې دپاکستان حکومت له درواغو او تير ايستنې پرته بل څه امريکا ته نه دي ورکړي او زموږ مشران يې احمقان بللي دي.
ده زياته کړه دوى هغو تروريستانو ته چې موږ په افغانستان کې دهغوى په لټه کې يو خوندي پټنځاى ورکړى دى اوله موږ سره دومره مرسته هم نه کوي.
له دې امله دغه چلند نور کافي دى.
ترامپ د ٢٠١٧ ميلادي کال داګست په مياشت کې دافغانستان ، پاکستان
اوهند په وړاندې دواشنګټن دسياست دنويو بدلونونو خبرورکړى

نظر بدهید