خبرهای داخلی

دلوړو زده کړو وزارت رهبري هيئت دمظاهره کوونکوله استازوسره خبرې وکړې

دلوړو زده کړو وزارت رهبري پلاوي د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو د مظاهره کوونکو له استازو سره په خبرو کې، پرېکړه وکړه چې د غوښتنو د ارزونې لپاره به یې یو ګډه کمېټه جوړه کړي او د حل لپاره به یې یو منظم پلان رامنځته کړي.
دغه پرېکړه هغه مهال وشوه چې د خصوصي پوهنتونونو یو شمېر استادان او محصلان نن د لوړو زده کړو وزارت مخې ته راټول شوي وو او له دغه وزارت څخه یې د خپلو ستونزو د حل غوښتنه کوله.
مظاهره کوونکو په خپلو غوښتنو کې د خصوصي پوهنتونونو د ډېپلومونو د وېش، د قانوني او درغلي کوونکو خصوصي پوهنتونونو تر منځ توپیر، یوې داسې ريښتونې اتحادیې رامنځته کول چې د ټولو خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو څخه استازیتوب وکړي، معینیت ته د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو ریاست لوړاوی، نظارت او په خصوصي تحصیلي بنسټونو کې د نویو ډیپارټمنټونو او پوهنځیو رامنځته کولو په اړه د جمهور رئیس د فرمان د لغوه کول شامل وو.
دلوړو زده کړو وزیر پوهنمل ډاکتر نجیب الله خواجه عمري،د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي،د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو رئیس پوهندوی محمد امیر کاموال او د استادانو د ګومارنې او ترفیعګانو رئیس پوهنمل محمد فیصل امین د مظاهره کوونکو له استازو سره وکتل او پرېکړه وشوه چې له دواړو خواو څخه به یوه ګډه کمېټه جوړه شي او په يوه مياشت کې به د محصلانو او استادانو د غوښتنو پر څرنګوالي کار وکړي او پایلې به ورته اعلام کړي.
دلوړو زده کړو وزیر د مظاهره کوونکو د استازو د غوښتنوله اوریدو وروسته ژمنه وکړه چې دلوړو زده کړو وزارت د هر ډول غیر قانوني، تبعیض، تعصبي او د اصولو خلاف کړنو پر وړاندې قانوني چلند کوي او هیڅ چاته د درغلۍ حق نه ورکوي.
ده د ستونزو د حل په برخه کې د خصوصي پوهنتونونو اود لوړو زده کړو موسسو د همکاریو غوښتنه وکړه او د لوړو زده کړو وزارت د قانون، مقررو او لایحو د تطبیق په موخه یې د اعتراض کوونکو د غوښتنو د پلي کولو پر وړاندې چمتووالی وښود.
لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال او د خصوصي پوهنتونونو رئیس وروسته مظاهره کوونکو منځته ورغلل او هغوی ته یې ډاډ ورکړ چې غوښتنو ته به یې د یوې ګډې کمېټې له لارې د عمل جامه ورواغوندي.

نظر بدهید