اقتصادی

د مالګي دکان درا ايستلو قرارداد لاسليک شو

دکانونو اوپتروليم وزارت سرپرستې پرون له يوه خصوصي شرکت سره دهرات ولايت دغوريانو ولسوالۍ دمالګې دکان دراايستلو قرارداد لاسليک کړ.
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې ؛ دغوريانو دمالګې کان د٧٤ هکتاره ځمکې په ساحه کې موقعيت لري او داټکلونوله مخې له هغه څخه به په کال کې پنځه ويشت زره ټنه مالګه استخراج شي .
دکانونو اوپتروليم وزارت د هرات ولايت دغوريانو ولسوالۍ دمالګې دکان دراايستلو قرارداد دناصراميد له خصوصي شرکت سره لاسليک کړ.
نرګس نهان ددغه قرارداد دلاسليک کولو په وخت کې وويل چې دغوريانو
ولسوالۍ دمالګې کان د٨٤ هکتاره ځمکې ساحه نيولې ده اودهغه ديو ټن مالګې راايستل په ١٢٦ افغانيو قرارداد شوى دى. چې په کال کې له دې پلوه دولت ته څه دپاسه درې ميليونه افغانۍ ګټه رسيږي.
ده وويل ؛ ددغې ژمنې له مخې دغه شرکت څلور سوه زره امريکايي ډالره په ټولنيزو خدمتونو دلګولو لپاره ددغې ولسوالۍ خلکو ته ورکوي.
دې زياته کړه چې دکانونو درا ايستلو دکار په پيل کيدوسره به څه ناڅه دوه زرو تنو هېوادوالو ته دکار زمينه برابره شي.
دکانونو اوپيتروليم وزارت سرپرستې وويل چې دغه شرکت دځمکې په خاطر په کال کې يوسلواووه ويشت زره امريکايي ډالره دکانونو وزارت ته ورکوي.
ديادونې وړ ده چې د تخار دکلفګان او تاقچه خانې ، دفارياب داندخوى او دهرات دغوريانو دمالګې دکانونو په ګډون څلور کانونه دراايستلو په حال کې دي چې له هغو څخه په کال کې درې سوه شپږ ويشت ټنه مالګه راايستل کيږي او دولت له دې پلوه په کال کې دوه سوه پنځه څلويښت مليونه افغانۍ عايد ترلاسه کوي.

نظر بدهید