خبرهای خارجی

دشمالي کوريا مشر: ددغه هېواد اټومي توغندي دامريکا ټولو سيمو ته رسيږي

دشمالي کوريا مشر کيم جونګ اون دنوي ميلادي کال په مناسبت په خپلې وينا کې امريکا ته خبر دارى ورکړ چې دده دکار په ميز تل يو اټومي بټن شتون لري.
دشمالي کوريا مشرپه دې وينا کې چې دټلويزيون له لارې خپره شوه وويل ؛ چې دامريکا ټوله خاوره دشمالي کوريا داټومي وسلو تر اغيزې لاندې ده. خو زياته يې کړه چې دا ((ګواښ نه دى ، واقعيت دى )) کيم جونګ اون په همدې حال کې وويل ؛ چې له جنوبي کوريا سره دخبرو دروازه پرانستې ده او ښايي چې شمالي کوريا خپل ورزشکاران داولمپيک ژمنيو لوبو ته واستوي چې په راروانه مياشت کې په جنوبي کوريا کې ترسره کيږي.
د جنوبي کوريا د جمهوررئيس وياند هم ددغې موضوع هرکلى وکړ او ويې ويل چې دغه هېواد ليوال دى چې تل ، هرو خت اوپه هر ځاى کې له شمالي کوريا سره خبرې وکړي.
کله چې دامريکا له جمهوررئيس دونالدترامپ څخه دشمالي کوريا دمشر دڅرګندونوپه باره کې پوښتنه وشوه ده ځواب ورکړ ؛ (( وبه وينو ، وبه وينو ))
شمالي کوريا تير کال خپل اټومي اوراکټي آزمايښتونه زيات کړل او دا کار ددې سبب شو چې دملګروملتو دسازمان امنيت شورا ددغه هېواد پرخلاف نوي بنديزونه ولګوي..
شمالي کوريا دغه بنديزونه له دغه هېواد سره دجګړې اعلام وباله .
سره له دې هم شمالي کوريا ادعا وکړه چې دامريکا ټوله خاوره ددغه هېواد دتوغنديو تر اغيزې لاندې ده .
کارپوهان په دې باره کې چې دغه هېواد په رښتينې توګه دومره فني ځواکمنۍ ته رسيدلى وي ، ترديد لري.

نظر بدهید