خبرهای خارجی

ایران: ګڼ شمېر لاریون وال نیول شوي دي

په تهران کې دشنبې دشپې په اعتراضونو کې دوه سوه تنه نيول شوي دي .

دتهران دقوماندانۍ دامنيتي مرستيال علي اصغر ناصر بخت د څرګندونوله مخې ، دشنبې په ورځ دتهران دانقلاب او دوليعصر په واټونو کې داعتراضيه غونډو په بهير کې کابو دوه سوه تنه نيول شوي دي .
د تهران قوماندانۍ اعلام کړى دى چې دغو کسانو دنښتې او دمالونو دلوټولو نيت درلود .
ويل شوي دي چې يو شمير نيول شوي کسان قضايي دستګاه ته سپارل شوي دي او يوشمير نور هم ازاد شوي دي .
دتهران دقوماندانۍ امنيتي مرستيال هغه ټول ليدران چې دتهران په غونډه کې نيول شوي دي کابو څلويښت تنه اعلام کړي دي .
دوليعصردڅلور لارې په ګډون دانقلاب واټ په تګلوري کې خورې ورې غونډې جوړې شوې او دپوليسو ماموران مخکې له مخکې دوليعصر په څلور لارې ، دانشجو پارک ، فردوسي ډګر او دانقلاب په واټ کې ځاى پرځاى شوي و .

نظر بدهید