صحت

په ننګرهار کې شپږو ټنو تيرتاريخ او بې کيفته درملو ته اور واچول شو

په ننګرهار ولايت کې شپږو ټنو تيرتاريخ او بې کيفته درملو ته اور واچول شو .
دغه درمل چې نوي له پاکستان څخه افغانستان ته راليږدول شوي و دننګرهار دګمرک دمسوولانو له خوا بې کيفته او تير تاريخ تشخيص او په پاى کې اور ورته واچول شو.
دننګرهار ولايت دګمرک رييس الهام الدين مظهر باختراژانس ته وويل هغه درمل چې نن اور ته واچول شو له څيړنو وروسته بې کيفته او تيرتاريخ مشخص شوي و .
په همدې حال کې دننګرهار ولايت روغتيايي چارواکو خبر دارى ورکړ .که چيرې سوداګر دبې کيفته او تيرتاريخ درملو په واردولو لاس پورې کړي قانوني چلند ورسره کيږي .