تکنالوژی

فیسبوک د ماشومانو لپاره نوی مسنجر جوړوي

فیسبوک له سپږو کلونو ټیټ عمر لرونکو ته (Messenger Kids) په نوم یوی مسنجر جوړوي چې په دې کې تصویر،
ویدیو او پيغام لېږل کېږي.
د تلګراف په حواله د فیسوک شرکت اعلان کړی، چې یوه داسې پیغام لېږدونکي مسنجر ته اړتیا ده چې د مور او پلار تر څار لاندې وي او دوی دا توان ولري چې ماشومان یې له چا سره اړیکه لري.
هغه څوک چې په دې ټولنیزه رسنۍ کې حساب یا اکونټ پرانیزي د ۱۳ کلنۍ یو شرط وه، خو اوس د لومړي ځل لپاره له ۱۳ کلنۍ د ټیټ عمر لرونکي ماشومان هم حساب پرانستۍ شي، خو یوازې پيغام لېږلی رالېږلی شي.
د پيغام لېږدونې دا برنامه باید مور، پلار او یا هم د یوبل مشر له لوري د ماشومانو په ټبلیټ یا ځیرک موبایل نصب شي له دې وروسته دوی دا توان لري چې ماشومان له کومو خلکو سره په اړیکه کې دي.
هر هغه څوک چې د دوی خوښ وي له هغو سره اړیکه وساتي او له چانه لرې واوسي.
د (Messenger Kids) له برنامې د دوشنبې له ورځې په امریکا کې ګټه اخستل پیل شوي دي.