اقتصادی

جمهور رئیس غني د افغانستان او ازبکستان سوداګرو ته په خطاب کې: له ازبکستان سره د اړیکو نوی څپرکی پیل شوی دی

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني او ورسره پلاوي تېره شپه د ازبکستان لومړي وزیر عبدالله اریپوف له لوري د یاد هېواد په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د جمهور رئیس او افغان پلاوي په ویاړ جوړه شوې رسمي مېلمستیا کې ګډون وکړ.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې مېلمستیا کې چې د افغانستان او ازبکستان یو شمېر پانګه والو او سوداګرو هم حضور درلود، جمهور رئیس غني د دواړو هېوادونو خبریالانو ته په خطاب کې وویل: دې سفر د اړیکو او همکاریو تازه څپرکی په ځانګړي ډول په اقتصادي او سوداګریزه برخه کې پرانیست.
هغه زیاته کړه، افغانستان او ازبکستان به په منځنۍ اسیا کې دوه دوامدار همکار او متحد هېوادونه وي او ازبکستان زموږ له عمده شریکانو څخه دی. جمهور رئیس وویل: نن چې په څو پروژو موافقه وشوه، یوه یې د برېښنا انرژۍ انتقال دی چې په تطبیق سره به یې د افغانستان ۱۲ ولایتونه له برېښنا څخه برخمن او د پانګونې لپاره د ډاډ وړ انرژي برابره شي.
جمهور رئیس محمد اشرف غني د دواړو هېوادونو تر منځ د ټرانزیټ ارزښت ته په اشارې څرګنده کړه چې د مزارشریف – هرات د اورګاډي کرښې پروژې د تطبیق په اړه تفاهم کولای شي د صادراتو او سیمه ییز اتصال زمینه برابره کړي. هغه زیاته کړه، دا د سیمې لپاره یوه له لویو ترانزیټي پروژو، څخه ګڼل کېږي چې دوه هېوادونه یې پر تمویل او تطبیق په جدیت کار کوي.
د هېواد جمهور رئیس د ګډې پانګونې بهیر په چټکتیا ټینګار وکړ وې ویل: خصوصي سکتور زموږ عمده شریک دی او دا کولای شي هوساینې ته د دواړو هېوادونو په رسېدو کې لوی ګامونه واخلي. هغه همدارنګه وویل: خریدارۍ د دولت په دولت له لوري ترسره او خصوصي سکتورته د پانګونې زمینې برابرېږي

نظر بدهید