خبرهای خارجی

ترامپ: بيت المقدس به د اسرائيلو د پايتخت په توګه په رسميت وپيژني

د امريکا دولت نيت لري چې بيت المقدس د اسرائيلو د پايتخت په توګه په رسميت وپيژني .
د سپينې ماڼۍ جګپوړو مقاماتو پرون مازيګر خبريالانو ته وويل: د امريکا جمهور رييس دونالد ترامپ به د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت ته لارښوونه وکړي چې بيت المقدس ته د امريکا د سفارت د ليږدونې بهير پيل کړي .
په همدې حال کې ويل شوي دي چې دغه بهيرڅو کاله وخت نيسي .
د سپينې ماڼۍ يوه جګپوړي مقام وويل: هيڅ سفارت نه شو کولاى چې په دريو يا څلورو کلونوکې جوړ کړو، په همدې دليل په بشپړه توګه امکان لري چې په بيت المقدس کې د امريکا نوى سفارت د دونالد ترامپ د جمهوري رياست په لومړۍ دوره کې پرانستل نه شي .
په دې ترتيب په ٢٠٢٠ ميلادي کال کې قدرت ته د بل جمهور رييس د رسيدو په صورت کې چې د ترامپ د دولت د سياست مخالف وي؛ ښايي په بيت المقدس کې د امريکا سفارت هيڅکله پرانستل نه شي .
ترامپ په اوس د نوي سفارت د پرانستل کيدو تر وخته پورې په هرو شپږو مياشتوکې به په تل ابيب د امريکا دسفارت دپايښت دتمديد سند لاسليک کړي.
د عربي هېوادونو مشرانو د سه شنبې په ورځ د امريکا جمهور رييس دونالد ترامپ ته خبر دارى ورکړ چې له تل ابيب څخه بيت المقدس ته د امريکا سفارت ليږدونه به خطرناکې پايلې ولري .
ترامپ د سه شنبې په ورځ د سيمې له څو تنو مشرانوسره اړيکې ونيولې چې هغو ته د سفارت د ليږدونې لپاره د خپل نيت په باب معلومات ورکړي .
د عربستان باچا ملک سلمان ده ته وويل چې په دې برخه کې هر حرکت به د نړۍ په ګوټ کوټ کې د مسلمانانو د لمسونې سبب شي .
د بيت المقدس ښار برخليک د اسرائيلو او فلسطينيانو ترمنځ يوه ډيره جنجالي مسئله ده .

نظر بدهید