خبرهای داخلی

په هرات کې د ملي وحدت له حکومت سره د ملاتړ لپاره غونډه جوړه شوه

په لويديځه حوزه کې د عمراني پروژو د جوړولو او د نظام او د ملي وحدت د حکومت له پلانونو سره د ملاتړ په موخه پرون په هرات ښارکې يوه غونډه جوړه شوه .
په دې غونډه کې چې د سلګونو تنو هراتيانو په ګډون جوړه شوه وينا والو د ملي وحدت له حکومت سره د ملاتړ د اعلامولو ترڅنګ د قندهار غونډه چې په دې وروستيو وختوکې جوړه شوه؛ وغندله .
د دغې غونډې برخه والو څرګنده کړه چې اوسني حکومت له اوسنيو ستونزو څخه د وتلو لپاره ملاتړ ته اړتيا لري او نيوکې نه شي کولاى د حکومت ستونزې حل کړي .
په همدې حال کې د هرات د ولايتي شورا رييس هم څرګنده کړه چې په حکوړمت نيوکې دې بايد په مستند ډول طرحه شي چې وکولاى شي د هېواد د حالاتو د ښه والي زمينه برابره کړي .
دغه غونډه په داسې حال کې جوړه شوې ده چې تېره اوونۍ د هېواد يوشمېر مشرانو د حالاتو د څيړنې په موخه په قندهار ولايت کې راغونډ شوي وو .

نظر بدهید