ورزش

افغان لوبډلې ایرلنډ ته ماتې ورکړه

د افغانستان او ایرلنډ لوبډلو تر مینځ درې یو ورځنئ لوبې تر سره کېږي چې لومړۍ هغه یې نن وه.
د یادې لوبې پچه یا ټاس د ایرلنډ لوبډلې وګټله او په لومړي پاڼۍ کې یې په خپله خوښه د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
افغان لوبډله په لومړیو کې هغسې ونه ځلېدل چې تمه یې وه او ژر یې خپلې ویکې له لاسه ورکړې، خو د ناصر جمال او رحمت شاه ښې لوبې د ګټلو چانس ډېر کړ چې هر یوه په ترتیب سره ۵۳ او ۵۰ منډې وکړې.
راشد خان او شفق الله شفق چې د لوبې په اخر کې میدان ته را ګوز شول او دوی هر یوه ۴۸ او ۳۶ منډې جوړې کړې.
د افغان لوبډلې د منډو شمېر تر ۲۳۸ پورې ورسېد او سیالې ډلې ته یې یو ښه هدف وټاکه.
په توپ اچونه کې ځوان لوبغاړی نجیب ځډران ښه وځلېده څلور لوبغاړي یې وسوزول
راشد خان۳ دولت ځدړان ۲ او محمد نبي یوه لوبغاړی له مخې لرې کړل
د ایرلنډه لوبډله په لسو لوبغاړو سره یواځې ۱۰۰ منډې وکړې.
یاده دې وی چې افغانستان له ایرلنډ سره په اماراتو کې درې یوه ورځنۍ لوبې لري چې لومړۍ نن تر سره شوه او دوهمه هغه یې د پنجشنبې په ورځ ده.
په یوه ورځنۍ لوبه کې افغانستان ۱۰ او ایرلنډ ۱۲ ځای لري