خبرهای داخلی

په ننګرهارکې ګڼ شمېر وسله وال وژل شوي

په ننګرهار کې دهوايي او ځمکنيو بريدونو کې نولسو تنو داعش وسله وال وژل شوي دي
دداعش دډلې ١٩ تنه غړي په ننګرهار ولايت کې دهوايي او ځمکنيو بريدونوکې ووژل شول .
په داعش وسلوالو په تيرو څلور ويشتو ساعتو کې ددربابا ، هسکې مينې ، کوټ او اچين ولسواليو کې بريدونه وشول .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي وويل چې په دغو هوايي او ځمکنيو بريدونوکې دداعشيانو دډلې ١٩ تنه غړي ووژل شول .
ده وويل :دغه داعشيان په ډار اچوونکو فعاليتونوبوخت وو چې بريدونه پرې وشول .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې امنيتي مامورانو نن سهار دننګرهار ولايت په ګن ميشتو لارو کې څلور ماينونه کشف اوشنډ کړل .
ددغو ماين ښخونو په اړوند څوک نه دى نيول شوى . په يوبل خبر کې ويل شوي دي پوځيانو په ننګرهار ولايت کې دجنګي وسايلو د دريو ډيپوګانو په کشفولو بريالي شوي دي .
دغه ډيپوګانې دبټې کوټ او خوږياڼيو په ولسواليو کې د ډار اچوونکو په پټنځيو کې ساتل کيدې .
له دغو ډيپوګانو څخه يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل ترلاسه شوي دي .

نظر بدهید