خبرهای داخلی

په هلمند کې وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

اته تنه وسله وال طالبان په هلمندکې ووژل شول
اته تنه وسله وال طالبان په هلمند ولايت کې له افغان پوځيانو سره په جګړه کې ووژل شول .
دغه نښته نن سهار هغه وخت د هلمند ولايت په مرکز لښکرګاه ښارکې ونښته
چې يوې ډلې وسله والوطالبانو د سرتيرو د سپرلۍ په کاروان ډزې وکړې.
د هېواد په جنوب لوېدیځ کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان د نو م نه ښودلو په شرط وويل: د دغې نښتې له امله اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
ويل کيږي؛ په دغوعملياتوکې پوځيانو او د کلي اوسيدونکو ته د سر زيان نه دى اوښتى.

نظر بدهید