خبرهای داخلی

په فراه کې دولس وسله وال وژی شوي .

دولس تنه وسله وال طالبان په فراه کې د افغان پوځيانو په ګډو عملياتو کې ووژل شول .
دفراه ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند اقبال باهر وويل چې دغه طالبان د فراه بالابلوک ولسوالۍ په شيوان کلي کې دامنيتي او دفاعي ځواکونوپه ګډو عملياتو کې ووژل شول .
ده زياته کړه چې په دغو عملياتو کې امنيتي او دفاعي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى او عمليات له ساحې څخه ددښمن تر ځپلو پورې دوام مومي .
ديوبل خبرله مخې، دپوليسو يوکارکوونکى تيره شپه دناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا په فراه ښار کې په ډزو سره ټپي کړى شو .
ډاکترانو دټپي روغتيايي حالت خراب بللى دى .