خبرهای داخلی فرهنگ و هنر

د قوالي موسيقۍ جشن او دسيمه ييزو جامو نمايش جوړ شو

دقوالي موسيقۍ جشن او دسيمه ييزو جامو نمايش تيره شپه دافغانستان او هندوستان دهنرمندانو اوځوانانو له خوادهند دفرهنګي اړيکو دتالارپه مرکز کې جوړشو.
دغه جشن داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دسرپرست پوهاندمحمد رسول باوري ،دسرحدونو، اوقبايلو دچارو وزارت دمعين عبدالغفورليوال ، داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د سلاکارانو ډاکتر طارق رشاد او سيدرضا حسيني ميثم ، د هېواد يوشمير فرهنګي شخصيتونو،يوشمير دولتي مسوولانو او دهندوستان د يوشمير فرهنګي شحصيتونو په ګډون جوړ شو.
په دي محفل کې لومړى په هندوستان کې د افغانستان سفير شيدا محمدابدالي دافغانستان او هندوستان دفرهنګي اوونۍ په برخه کې معلومات وړاندې کړل او په بيلابيلوبرخوکې يې د دواړو هېوادونو ترمنځ په ګډو فرهنګي مشترکاتو باندې هم رڼا واچوله.
ده فرهنګي او هنري ګډ پروګرام يې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو ټينګښت او د فرهنګي ودې معرفي کول يې ارزښتناک وبلل.
دغه راز د اې سي سي آر ( د هند دفرهنګي اړيکو مرکز ) مسوول هم د دغه مرکز دپروګرامونو په باب معلومات وړاندې کړل او ويي ويل ؛ د افغانستان او هندوستان د فرهنګي اوونۍ پروګرام د د واړو هېوادونو د فرهنګي اړيکو په زياتوالي کې مهم او ارزښتناک دي .
د پروګرام په بله برخه کې د راګ تلک شام راګ چې يو جوړ شوى ترکيبي راګ دى او د ستار، رباب ، وايلن اوطبلې د موسيقۍ په واسطه ترسره کيږي دهېواد دهنرمندانو له خوا اجرا شو.
دغه راز افغاني سيمه ييزې جامې هم د ديوې ډلې افغان ځوانانو له خوا نندارې ته وړاندې شوې.
دغه شان د قوالي موسيقي د هند دهنرمندانو له خوا اجرا او د هندي جامو نمايش هم ددغه هېواد ديوې ډلې ځوانانو له خوا نندارې ته وړاندې شو.
وورسته دافغانستان او هندوستان د نقاشۍ د آثارو نندارتون پرانستل شو چې ګډون کوونکو د هغه ننداره وکړه .
ددغه محفل په پاى کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دسرپرست پوهاند محمد رسول باوري له خوا د دواړو هېوادونوهنرمندانو ته ددغه وزارت ستاين ليکونه ورکړل شول .
داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دموسيقۍ د زده کړې رئيس استادمحمداحسان عرفان دباخترآژانس خبريال ته وويل ؛ ددغه شان پروګرامونو جوړول په ځانګړي ډول په دې اوونۍ کې داصيلي افغاني موسيقۍ وړاندې کول له ځانګړي اهميت څخه برخمنه ده .
ده وويل چې زموږ مسووليت دافغاني موسيقۍ ساتنه ، پياوړتيا او نړيوالو ته دهغه معرفي کول دي .