خبرهای خارجی

په مارجې ولسوالۍ کې ۱۴ تنه وسله وال طالبان ووژل شول

په مارجې ولسوالۍ کې ۱۴ تنه وسله وال طالبان ووژل شول
د هلمند ولایت په مارجې ولسوالۍ کې د ميوند (۰۸) په نامه په پیل شويو چاڼيزو عملیاتو کې ۱۴ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څلور تنه نور ټپيان شول.
د ۲۱۵ ميوند قول اردو قومندان تورن جنرال ولي محمد احمدزي وویل چې په پيل شويو عملیاتو کې د وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې سربېره لسګونه بېلابېل ماينونه هم کشف او شنډ شوي دي.
هغه زیاتوي چې د افغان ګډو ځواکونو له خوا پيل شوي چاڼيزعمليات په بريالیتوب سره پرمخ روان دي.
احمدزي وویل چې د دغو عملياتو په ترڅ کې به د مارجې ولسوالۍ ته پر اکمالاتو سربېره د لوی لارې او ولسوالۍ شاوخوا سيمې هم د وسله والو مخالفانو له شتون څخه پاکې شي.
د يادونې وړه ده چې د ميوند (۰۸) په نامه د ګډو افغان امنيتي ځواکون چاڼيز عملیات تېره ورځ پيل شوي چې د چارواکو پر وينا تر دې مهال په بريالیتوب سره روان دي او تر هغه به دوام وکړي،څو سيمې په بشپړ ډول د وسله والو له شتون څخه پاکې شوې نه اوسي.

نظر بدهید