خبرهای خارجی

د عربستان په غوښتنه د ايران په باب د عربو اتحاديې بيړنۍ غونډه

د عربستان په غوښتنه د ايران په باب د عربو اتحاديې بيړنۍ غونډه
سعودي عربستان د عربو اتحاديې د غړو هېوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو دبيړنۍ غونډې دجوړولو غوښتنه کړې ده چې په سيمه کې د ايران د لاسوهنو په باب خبرې اترې وکړي.
د مصر رسمي خبري آژانس د عربو اتحاديې د يوه مقام له خولې ويلي دي چې دغه غونډه به په راتلوونکې اوونۍ کې په قاهرې ښارکې جوړه شي .
د عربستان غوښتنه د ايران او عربستان ترمنځ د تاوتريخوالي له زياتوالي وروسته په وروستيو ورځوکې طرحه کيږي.
د لبنان صدر اعظم رفيق حريري چې دعربستان تر ملاتړ لاندې دى، په دې وروستيو وختوکې رياض ته په سفرکې د يوه ويډيويي فايل په خپرولو سره د ايران او حزب الله په کړو وړو په سخت انتقاد سره له خپل مقام څخه ګوښه شو.
څو ورځې مخکې له دې هم د يمن حوثي ځواکونه د رياض د هوايي ډګر په لور يو توغندى و توغاوه چې د عربستان مقاماتو هغه د ايران مستقيم بريد وباله.
په وروستيو کلونو او په تېره بيا په عربستان کې واک ته د ملک سلمان له رسيدو وروسته د ايران او عربستان اړيکې ترينګلې شوې دي.

نظر بدهید