خبرهای داخلی

په ننګرهار ولايت کې دهوايي بريد له امله ١٤ تنه داعش وسله وال ووژل شول .

په ننګرهار ولايت کې دهوايي بريد له امله ١٤ تنه داعشيان ووژل شول .
دداعش دډلې ١٤ تنه غړي په ننګرهار ولايت کې دهوايي بريدونو له امله ووژل شول .
دغو داعش وسله وال پرون ناوخته دهسکې مينې او اچين په وسواليو کې بريدونه وشول .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي وويل چې په دغو هوايي بريدونوکې دداعش دډلې ١٤ تنه غړي ووژل شول .
ديوبل خبرله مخې ، امنيتي مامورينو نن سهار دننګرهار ولايت په ګڼ ميشتو لارو کې اته ماينونه کشف او شنډ کړل .
ديوبل خبرله مخې، په ننګرهار ولايت کې پوځيان دجنګي وسايلو د ٤ ډيپوګانو په کشفولو بريالي شول .
دغه ډيپوګانې تيره شپه ددر بابا او اچين په ولسواليو کې کشف شوې .
په دغو ډيپوګانو کې څو سپکې او درندې وسلې ترلاسه شوي دي .
سيمه ئيز مقامات وايي چې طالبانو او داعشيانو ددغو ډيپوګانو له وسايلو څخه په ډار اچوونکو بريدونوکې استفاده کوله .

نظر بدهید