خبرهای داخلی

دماليې وزیر د آذربایجان جمهوریت د مالیې له وزیر سره وکتل

دمالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي،پرون د لړم میاشتې په ۱۷ مه نېټه آذربایجان ته د خپل سفر په دوهمه ورځ د دې هیواد د مالیې وزرات له څانګو څخه د لیدنې تر څنګ د مالیې له وزیر ښاغلي سمیر شریف اوف، سره د دوه اړخیزه اړیکو ټینګولو په ګډون د مالي چارو په برخه کې د سیستم جوړونې او له معلوماتي ټکنالوژۍ څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې، بودجې، خزاینو، دولتي املاکو او له ټولو دولتي ادارو سره د دې سیستم په نښلولو او نورو ورته مسایلو خبرې او د نظر تبادله وکړه.
د دې کتنې پرمهال د اذربایجان مالي سیستمونو په تړاو هر اړخیز پریزینټېشن وړاندي شو او همدا شان د دوه اړخیزه مالي سیستم په برخو کې د همکاریو او معلوماتو شریکولو، د افغانستان د مالي چارو پیاوړي کولو په موخه د مالیې وزارت د بودجې جوړونې او د دې وزارت د کارکوونکو د وړتیا په لوړولو ټینګار وشو.
ټاکل شوې ده، چې په راتلونکي کې د افغانستان او آذربایجان د مالیو وزارتونو ترمنځ د دوامداره همکاریو، د هوکړه لیک یادداښت لاسلیک شي او پلاوي یې له یو بل سره کاري لیدنې وکړي.

نظر بدهید