اقتصادی

دمالیې وزیر د ۱۳۹۷ مالي کال د ملي بودیجې مسوده مشرانو جرګې ته وړاندې کړه

دمالیې وزیر اکلیل حکیمي، په پارلماني چارو کې د دولت دوزیر ډاکټر فاروق وردګ، په ملتیا د ۱۳۹۷ مالي کال د ملي بودجې مسوده په رسمي ډول مشرانو جرګې ته وړاندې کړه او په دې اړه یې سناتورانو ته هر اړخیز معلومات ورکړل.
دمالې وزارت مطبوعاتي دفتر خبرورکړ.
د ۱۳۹۷ مالي کال ملي بودجه په ټوله کې ۳۵۷.۶ میلیارده افغانۍ ده، ۲۶۷ میلیارده افغانۍ عادي او ۹۰ میلیارده افغانۍ یې پراختیایې بودجه جوړوي چې ۴۷.۵ سلنه یې د حکومت له خوا او پاتې نوره یې د مرستو له لارې تمویلیږي.
د راتلونکې مالي کال بودجه شفافه، ځواب ویونکې، اړوندوليزه او د اعتبار وړ ده، همدا شان د ټولنې واقعیتونو ته په کتو، اغیزمنتیا، د حکومت لومړیتوبونو او نړیوالو معیارونو په اساس ترتیب شوې ده.
دمالیې وزیر د مشرانو جرګې له سناتورانو څخه هیله وکړه چې د ملي بودجې دمسودې په اړه خپل نظریات له دې وزارت سره شریک کړي چې وروسته په ټاکلي وخت ولسې جرګې ته وړاندې شي.

نظر بدهید