اقتصادی

دګرشک دبريښنا دبند دجوړولو کار په سلو کې اته اويا پرمخ تللى دى

دګرشک دبريښنا بند د کار په بشپړيدو سره به په هلمند ولايت کې دبريښنا ظرفيت له يو اعشاريه پنځو ميګاواټو څخه اته اعشاريه څلوروميګاواټو ته لوړ شي .
دبريښنا شرکت وياند وحيد الله توحيدي چې دهلمند ولايت دګرشک ولسوالۍ دبريښنا دبند دپروژې کار په سلوکې اته اويا پرمخ تللى دى او د ٢٠١٧ ميلادي کال ترپايه پورې به بشپړ شي .
ده زياته کړه چې ددغه بند دجوړولو کار قرارداد په ٢٠١٢ ميلادي کال کې دبريښنا شرکت له خوا له دوو هندي او چينايي شرکتونوسره لاسليک شوې و .
ده څرګنده کړه چې د ګرشک دبريښنا بند دجوړولو دکار په بشپړيدو سره په هلمند ولايت کې پنځه زره تنه مشترکين له بريښنا څخه ګټه اخلي .
ديادونې وړ ده چې ددغې پروژې کار بايد په ٢٠١٤ميلادي کال کې بشپړ شوى واي . خوپه ساحه کې دامنيتي ستونزو له امله ددغې پروژې کار وځنډيد .

نظر بدهید