صحت

په افغانستان کې هر کال درې زره ميرمنې د تيونو په سرطان اخته کيږي

د ټولنې افرادو د پوهاوي ورکولو په لاره کې د ډول ډول سرطانونو لومړنى علمي کنفرانس نن په هرات کې جوړشو.
د دغه پروګرام د جوړولو مسوول ظاهر ارشاد په دې باور دى چې د سرطان د ډول ډول ناروغيو د پيژندلو او آن درملنې د ښو لارو چارو د پيژندلو لارې چارې د کنفرانسونو په جوړولو سره لټول کيږي.
سره له دې چې تر اوسه پورې د سرطان د ډول ډول ناروغيو د پيژندلو لپاره علمي تحقيق نه دى ترسره شوى، خو د تيونو سرطان په افغانستان کې د دغې ناروغۍ پيژندل شوى دى.
ده زياته کړه: د پوستکي د رنګ بدلون، د درد احساس او له تيونو څخه د غير طبيعي افرازاتو وتل د تيونو د سرطان د ناروغۍ له مهمو نښو نښانوڅخه دي.
د هرات ولايت د عامې روغتيا رئيس ډاکتر تمنا د باختر آژانس ته وويل: د تيرو کلونو په نسبت د شکرې او د نورو غير ساري ناروغيو ترڅنګ د سرطان ناروغۍ زياته شوې ده او په ټول هېوادکې د تيونو د سرطان د ناروغۍ د وړيا تشخيص او درملنې يوازې درې مرکزونه فعاليت کوي چې يو يې په هرات او دوه نور يې په کابل کې فعاليت کوي.
د نړۍ د روغتيايي سازمان د شمېرنو له مخې: هر کال په افغانستان کې درې زره
ميرمنې د تيونو د سرطان په ناروغۍ اخته کيږي چې له دې جملې څخه په سلوکې اوولس يې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

نظر بدهید