خبرهای داخلی

يوسړى په هلمند کې دطالبانوله خوا په صحرايي محکمه کې اعدام شو

 

وسله والو طالبانو په صحرايي محکمه کې يو سړى په دار وځړاوه .
دغه سړي ديو ماشوم په تښتولو لاس پورې کړي و .
د رارسيدلو خبرونوله مخې؛ وسله والو طالبانو دغه سړى پرون  سهار دانسان تښتونې په تور دنادعلي ولسوالۍ دپنجشبه بازار په سيمه کې دلسګونو خلکو په وړاندې دبريښنا د ستنې د پاسه وځړاوه .
د هلمند ولايت يوه سيمه خبرځاى له باختراژانس سره په اړيکه کې دغه خبر تائيد کړ.
ده وويل د طالبانوپه ډلې پورې وسله والو کسانو دغه سړي يې له نيولو وروسته دلسګونو خلکو دسترګوپه وړاندې په يوه صحرايي محکمه کې په دار وځړاوه.

نظر بدهید