خبرهای داخلی

د جمهوررئیس غني په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډه جوړه شوه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ تېر ماښام د ملي امنیت شورا غونډه په ارګ کې جوړه شوه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
لومړی د سرپل، کندز، ننګرهار، بدخشان، تخار، بغلان، قندهار، زابل، ارزګان، جوزجان، فاریاب او غزني ولایتونو امنیتي وضعیت وارزول شو او د دغو ولایتونو د امنیتي حالت د ښه والي په خاطر اړوندو ارګانونو ته لازمې لارښونې وشوې.
وروسته د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د ننګرهار ولایت د سپین غر ولسوالۍ د رامنځته کېدو په اړه غونډې ته وړاندیز وکړ.
د ملي امنیت شورا غونډې په دې اړه له هراړخیز بحث وروسته دغه وړاندیز تایید کړ.
ورپسې غونډې د پروان ولایت د امنیتي وضعیت ترڅنګ د دغه ولایت د زندان او توقیف خونو وضعیت او دغه راز د کابل د پلڅرخي زندان وضعیت و ارزاوه او اړوندو ارګانونو ته یې لازمې لارښوونې وکړې.
په همدې ترتیب غونډې په تېرو اوو میاشتو کې د ځواکونو د مقایسوي احضاراتو راپور او له تېر کال سره د هغه پرتله کول وارزول او په دې اړه لازمې لارښوونې وشوې.