خبرهای داخلی

اووه ويشت ميله وسله په کندز کې داياک ته وسپارل شوه  

اووه ويشت ميله وسله نن دکندز ولايت دامنيې قوماندانۍ له خوا دداياک پروګرام ته وسپارل شوه .
دکندز ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند نصير احمد فيضي وويل چې دغه وسلې د کندز ولايت دامنيې قوماندانۍ له تروريزم سره دمبارزې دلوى مديريت دمنسوبانو په عملياتو کې راټولې شوې وې چې ددغه ولايت دامنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحميد حميدي له خوا په رسمي ډول په دغه ولايت کې دداياک پروګرم ته وسپارل شوې .
دغه وسلې په کندز کې د ډار اچوونکو پرخلاف دپوليسو په عملياتوکې ترلاسه شوې وې .

نظر بدهید