خبرهای داخلی

جمهوررئیس غني د چک جمهوریت د نوي سفیر باورلیک ومانه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني پرون له غرمې وروسته د یو لړ تشریفاتي مراسمو په ترڅ کې د چک جمهوریت د نوي سفیر پیټر اشتیپانک باورلیک ومانه.

د باورلیک د وړاندې کولو له مراسمو وروسته چې په ارګ کې ترسره شول او د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني هم په کې حضور درلود، دواړو لورو دچک او افغانستان د اړیکو پر پراختیا په ځانګړي ډول د فرهنګي همکاریو په اړه بحث او خبرې وکړې.

جمهور رئیس غني پیتر اشتیپانک ته د ښه راغلاست د ويلو ترڅنګ په تېرو کلونو کې له افغانستان سره د چک جمهوریت د مرستو او همکاریو مننه وکړه.

د چک جمهوریت نوي سفیر په افغانستان کې پر خپل  نوي ماموریت خوښي وښوده او ويې ویل، د خپل ماموریت پرمهال به هڅه وکړي د دواړو هېوادونو اړیکې د پخوا په پرتله زیاتې پراخې شي

نظر بدهید