خبرهای داخلی

هلمند ته د طالبانو د مشر د راتلو په اړه خپاره شوي راپورونه بې بنسټه دي

د هلمند ځايي مسُولینو په یوه ګډه خبري غونډه کې دغه ولایت ته د طالبانو د مشر ملا هیبت الله د راتګ خبر رد کړ.

په هغه رسنيزه غونډه کې چې په همدې موخه جوړه شوې وه،د هلمند مرستیال او سرپرست والي سردارمحمد همدرد وویل: هغه امنيتي او کشفي معلومات چې د تېرو څو ورځو په لړ کې ورباندې کار شوی، هيڅ داسې ښکارندوي نه کوي چې د طالبانو مشر دې دغه ولایت ته راغلی وي.

همدرد زیاته کړه چې، طالبان د خپلو جنګیالیو د روحيې لوړولو په موخه دغه ډول له حقیقت لرې څرګندونې کوي.

هغه وویل: د طالبانو په ډلو کې ژور او یو پر بل د بریدونو کولو په کچه اختلافات ددې ښکاروندوي کوي چې د طالبانو مشر ملا هیبت الله له وېرې دلته نه شي راتللای.

پدې خبري ناسته کې د ولایتي شورا ریس محمد کریم اتل د خپلو خبرو پر مهال وویل: هغه معلومات او را پورونه چې موږ يې لرو هيڅ داسې څرک نشته پکې چې د طالبانو مشر ملا هیبت الله دې هلمند ته راغلی وي.

هغه زیاته کړه، دا چې په دې وروستیو کې وسله والو طالبانو دلته سختې ماتې خوړلې او خپل نېږدې ټول جنګي مورال يې له لاسه ورکړی نو ځکه اوس دغه ډول تبلیغات کوي.

اتل وويل: له بل لوري پر پاکستان د ترهګرو د ملاتړ برخه کې د نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه د امریکا فشارونه هم ددې سبب شوي چې هغوی د طالبانو د مشر ملا هیبت الله د اوسیدو ځای له خپل لوري واړوي او داسې وښايي چې ګویا دی په افغانستان کې دی.

د هلمند امنیه قومندان مل پاسوال عبدالغفار صافي بيا وویل: طالبان اوس په هغه کچه کې نه دي چې مشران يې دلته تګ راتګ وکړي، د طالبانو ټول حالت تر امنیتي او کشفي څار لاندې دی او په هغو سیمو کې چې ددغې ډلې تر ولکې لاندې دي هم نه شي کولای ازاد وګرځي.

هغه زیاه کړه، ځینې داسې راپورونه شته، چې د طالبانو یو ځايي قومندان هم ملا هیبت الله نومېږي، نو ممکن هغه اوازې او ګنګوسې چې خپرېږي خلکو به پرې د طالبانو د مشر ملا هیبت الله ګومان کړی وي.