خبرهای داخلی صحت

د کندز امنيه قوماندان په افغانستان کې د سره صليب د کمېټې ادعا رده کړه

د کندز ولايت امنيه قوماندان په دغه ولايت کې د نا امنيو د شتون په باب په افغانستان کې د سره صليب د کمېټې ادعا رده کړه.

دکندز ولايت امنيه قوماندان جنرال عبدالحميد حميدي پرون يوه مطبوعاتي  کنفرانس کې رسنيو ته وويل چې د تېرکال له پيښې وروسته سره صليب په کندز ولايت کې خپل فعاليتونه محدود کړي و او دغه موضوع چې دغې ادارې نوې څرګنده کړې ده چې ګنې ددغه ولايت د نا امنيو له امله په کندزکې خپل دفترونه تړلي دي، ردوي.

ده زياته کړه چې د تېرکال په نسبت د کندز حالات ښه شوي او هره کورنۍ او بهرنۍ خيريه موسسه کولاى شي په دغه ولايت کې له انديښنې پرته فعاليت وکړي.

دغه راز په دې خبرې غونډه کې د کندز ولايت امنيه قوماندان وويل: دافغان  ځواکونو په عملياتوکې چې د دغه ولايت په نا امنوسيموکې د وسله والومخالفينو د له منځه وړلو په مقصد له څو ورځو را په دې خواپيل شوي دي او تر اوسه پورې هم دوام لري؛ د وسله والو مخالفينو د څو تنو قوماندانانو په ګډون  ١٣٨ تنه وسله وال مخالفين وژل شوي  او څه ناڅه ١٠٠ تنه نور يې ټپيان شوي دي او زياتې سيمې د ډار اچوونکو له شتون څخه پاکې شوې دي.

نظر بدهید