خبرهای داخلی

په زابل کې ۴۵ تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

 

په زابل کې ۴۵ تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته
د زابل ولایت په میزانې ولسوالي کې د هوايي او ځمکنيو بريدونو له امله ۴۵ تنه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته.
د ميزانې ولسوالۍ ولسوال ملا ظریف  وويل چې تیره ورځ وسله والو طالبانو د ولسوالۍ په مرکز بريدونه وکړل چې دغه نښتې کابو دوه ساعته دوام وکړ.
ولسوال زیاتوي چې وروسته له دوه ساعته نښتې هوايي ځواکونه سيمې ته ورسېدل او په وسله والو طالبانو يې بريدونه پيل کړل.
هغه وویل چې د دغو بريدونو په پايله کې ۲۶ تنه مخالفين وژل شوي چې يو شمېر جسدونه يې هم د جنګ په ميدان کې پاتې دي او ۱۹ تنه نور يې ټپيان دي.
د ولسوال په وينا په دغه نښته کې يو تن د ملي اردو سرتيری هم شهيد شوی دی.