خبرهای ورزشی

ډین جونز د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د مشر روزنکي په توګه په دنده وګمارل شو

د افغانستان کرکټ بورډ د اسټرالیا هیواد پخوانی لوبغاړی او د کرکټ پیژندل شوی مبصر ډین جونز د هانګ کانګ پر وړاندې د انټر کانټینینټل کپ څلور ورځنۍ لوبې لپاره د ملي لوبډلې د لنډ مهاله مشر روزنکي په توګه وګماره.
ډین جونز د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې پخوانی ښی لاسی توپوهونکی او سلو توپ اچونکی دی، چی د خپل هیواد لپاره یې د لیسټ اې او فرسټ کلاس لوبو ترڅنګ ۵۲ نړیوالې ټیست او ۱۶۴ نړیوالې پنځوس اوریزې لوبې ترسره کړي.
نوموړی ددې ترڅنګ چی یو ښه مبصر (کمنټیټر) دی، د روزنې په برخه کې د اسلام اباد یونایټیټډ لوبډلې د مشر روزنکي او د اسټرالیا ملي لوبډلې ته د توپوهنې په برخه کې د مشاور په توګه دنده ترسره کړې.
دواړه لوري به د هانګ کانګ له سفر وروسته په اوږد مهاله تړون غور وکړي.
—–

نظر بدهید